د ایران ځانګړی استازی: هڅه کوو د افغانستان وګړي د امریکا د فتنې له خپسکي وژغورل شي

لخوا Aamaj News

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی، حسن کاظمي قمي وایي چې هڅه کوي افغانان د امریکا د فتنې له خپسکې او نا امنۍ وژغورل شي.

نوموړی پخپل ټویټر کې لیکلی چې په منځني آسیا کې پخپل سیمه ییز سفر کې پر مختلفو موضوع ګانو په خاص ډول د افغانستان نړیوالي ناستي په اړه له چارواکو سره خبري کړيدي.

هغه زیاته کړې: «په دغه ناسته کې د اغېزمنو او واقعي پایلو لپاره به خپل ټوله هڅه کوم څو افغانان د امریکا د فتنې او ناورین له خپسکې او نا امنۍ او بې ثباتۍ وژغورل شي.»

تر دې وړاندې ښاغلی قمي د بلخاب د جګړې په اړه ویلی و چې دا جګړه د امریکا فتنه ده او دا هیواد په افغانستان کې قومي او مذهبي جګړه غواړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ