ایراني رسنیو ویلي چې د ایران حکومت د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې ۷۰۰،۳۸۰۰۰ناقانونه افغانان په زوره ایستلي دي.
خو له دې مخکې له ایران څخه راستانه شوي افغاناتباعو فرانس۲۴ ته ویلي وو که څه هم ځینو یې په ایران کې د اوسیدو رسمي جواز درلود، خو ونیول شول او وایستل شول.
په ورته وخت کې ناقانونه افغانکډوالو پر وړاندې د پاکستان د موقت حکومت له پرېکړې سره سم، په ایران کښې د ناقانونه افغانکډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په سلګونو زره افغانان ايران ته کډوال شوي دي.