د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر: طالبانو د لومړي ځل لپاره ومنله چې د ایران حقابې باید خوشې شي

لخوا Aamaj News

د ایران د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر علي سلاجقه وايي، تهران ته د طالبانو اقتصادي پلاوي په خپل سفر کې د لومړي ځل لپاره دا ومنله چې د هلمند له سیند څخه د ایران حقابې باید خوشې شي.

ایرنا د خبر له مخې د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر نن (چهارشنبه، د لړم ۲۴مه) خبریالانو ته ویلي: «مونږ د طالبانو له هغه اقتصادي پلاوي سره چې ایران ته راغلی وو، وکتل او هلته یې د لومړي ځل لپاره ومنله چې د ایران حقابې باید په هر حالت کې پریښودل شي.»

ښاغلی سلاجقه په دوام کښې زیاته کړه، چې طالبانو په دې ناسته کې د اوبو د کمښت مسئله مطرح کړه او ویې ویل، چې که د اقلیم له نظره کافي باران وشي، د ایران د اوبو حق به پریښودل شي.

نوموړی همدا راز زياته کړه:«له طالبانو سره په ناسته کې مو د کار د اړتيا له امله د رطوبت ستونزه مطرح کړه او دا چې د زابل په سيمه کې خلک له شاوخوا ١٨٠ ورځو راهيسې د دوړو له ستونزې سره مخ دي.»

ښاغلي سلاجقه څرګنده کړه چې د طالبانو اقتصادي بورډ منلې چې که په بندونو کې د اوبو سرچینې اجازه ورکړي، نو دا کار به کوي.

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر تېرې هفتی د یوه ۳۰کسیز پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر وکړ او شپږ ورځې یې په اسلامي جمهوریت کې پاتې شو.

د طالبانو پلاوي په دغه سفر کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان او د ایران د انرژۍ د وزیر علي اکبر محرابیان په ګډون له بېلابېلو ایراني چارواکو سره وکتل او د همکاریو پنځه تړونونه یې لاسلیک کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند له سیند څخه د ایران د حقابې پر سر تاوتریخوالی په روان کال کې د ایران او طالبانو ترمنځ یو له خورا کړکېچن لانجو څخه دی.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

top ntf November 19, 2023 - 8:40 am

Receive $MYRIA and limited edition NFT rewards whilst supporting the Myria network https://myria.pages.dev

ځواب
top ntf November 20, 2023 - 1:50 pm

Our partners have opened a new site vipeth.site I personally supervise the work of employees. In honor of the new year we are giving new users a registration bonus with promo code: NEWUSER24. It gives +70% on the first deposit. Soon we will introduce new artificial intelligence for better work.

ځواب

یو نظر پریږدئ