د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ويلي، غیر رسمي آمار ښيي چې شاوخوا پنځه میلیونه افغانستاني کډوال په ایران کې ژوند کوي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر نن (چهارشنبه د میزان ۵مه) د دغه هېواد د حکومت د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي: «موږ په غیر رسمي ډول په ایران کې د ۵میلیونو افغانانو شتون تاییدوو او په رسمي توګه دا شمېر کم دی.»
د ایرنا خبریآژانس د رپوټ له مخې ښاغلی وحیدی ویلي د مهاجرینو او بهرنیو اتباعو وضعیت یوه مهمه موضوع ده چې د دغه هیواد د کورنیو چارو د وزارت په شمول د ټولو ادارو د اجنډا په سر کښې قرار لري.
هغه ټینګار وکړ چې «ناقانونه اتباع باید بیرته خپل هیواد ته راستانه شي او هغه کسان چې د پاتېکيدو جواز لري باید تنظیم شي.»
په ایران کې اکثره بهرني اتباع افغان کډوال دي چې وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د دغو کډوالو شمېر ډېر شوی دی.