د ایران د استخباراتو وزارت په تهران کې د ۳۰چاودنو د شنډولو او د داعش سره د تړلې «ترهګرې شبکې» د ۲۸غړو د نیولو اعلان کړی دی.
دغه وزارت نن (یکشنبه، د مېزان ۲مه) په یوه بیان کې لیکلي، «چې دغه کسان په تهران، البرز او اذربایجان ولایتونو» کې د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د ایران د استخباراتو د وزارت د خبر له مخې د اسلامی جمهوریت ځواکونو د «ترهګرو په څو اډو باندې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې د داعش ۲۸غړی ونیول شول.»
د ایران د استخباراتو د وزارت د اعلامیې له مخې نیول شوي کسان له داعش سره تړاو لري، چې ځینې یې په «سوریه کې له تکفیریانو سره او یا هم په افغانستان، پاکستان او عراقي کردستان کې د حضور پسینه» لري.
د ایران د استخباراتو وزارت زیاته کړی چې د دغو چاودنو هدف د «امنیتي واکمنۍ ماتول، د اسلامي جمهوریت د بېثباته انځور وړاندې کول او په ټولنه کښې د ناهیلۍ، ویره او د اعتراضونو پارول وو.»
تېر کال د یوې کردتباره ایرانۍ نجلۍ مهسا امیني له وژلکېدو وروسته په ایران او بهر کې پراخ لاریونونه وشول.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر یوه کال راهیسې د شیراز ښار د شاهچراغ په زیارت کې درې وسلهوال بریدونه شوي او د ټولو دریو پېښو مسوولیت د داعش خراسان څانګه په غاړه اخیستی دی.
3 تبصرې
I really like your writing, this is very useful for me, thank you bro, this web slot gacor
Excellent read, I just passed this onto a colleague who was doing some research on that. And he just bought me lunch since I found it for him smile So let me rephrase that: Thank you for lunch!
Spot up with this write-up, I truly feel this fabulous website wants additional consideration. I’ll likely to end up again to read much more, thank you for that info.