د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان وايي، د افغانستان کړکېچ په سیمه کې یو له «ژور بحرانونو» څخه دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړی چې په افغانستان کې روان کړکېچ په سیمه کې ډېرې اغېزې او پایلې لري چې په کې د «ترهګرۍ د خپرېدو خطر، د کډوالو او پناهغوښتونکو کړکېچ هم شامل دی.»
د ایران د ایسنا خبریآژانس د رپوټ له مخې ښاغلی امیر عبداللهیان په امریکا کښې د اسیایی ټولنې په غونډه کښې زیاته کړی ده: «په ایران کښې د څو میلیونو افغان کډوالو شتون د ایران او نورو ګاونډیانو لپاره په دغه هېواد کښې د بېثباتۍ یوه نتیجه ده.»
له هغه وروسته چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، ګاونډیو هېوادونو تل په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې دي.
له بلېخوا په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته کډوالۍ لړۍ زیات شوی او ډېری کسان ایران ته کډوال شوي دي.
1 تبصره
Awesome issues here. I’m very glad to peer your article.
Thank you so much and I’m taking a look ahead to contact you.
Will you kindly drop me a e-mail?