د ایران ولسمشر په افغانستان کې د یوه ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

لخوا Aamaj News

د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې په خپله وینا کې وویل: «ایران په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت او د دغه هېواد د ټولو، قومونو او مذهبونو د حقونو د درناوي پر اړتیا ټینګار کوي.»

ابراهیم رئیسي همداراز زیاته کړه چې د افغان‌کډوالو په ځانګړې توګه په ایران کې د بېړني بحران د حل لپاره عاجل نړیوال اقدام ته اړتیا ده.

ایران په وار وار د ټولو افغان قومونو په شتون سره د ټول‌شموله حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنيدو وروسته تراوسه هیڅ هیواد دغه ډله په رسمیت نه ده پیژندلې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ