په شیراز کې پر موټرسایکل سپاره کسانو یو ایرانی عسکر په ډزو وواژه

لخوا Aamaj News

د ایران تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی چې په موټر‌سایکل سپاره کسانو په شیراز کې یو عسکر په ډزو وواژه.

دغه خبری آژانس زیاته کړې ده چې دغه ډزې د دوو موټرسایکل سپرو له‌خوا د فارس د نور آباد ممسنی ولايت د معلم چوک په جنوب کښې د «بسیج ځواکونو» باندې شوې دی.

د فارس د والي سياسي او امنيتي مرستيال ويلي: دغو دوو تنو تيره شپه څه دپاسه ۱۹:۵۰ بجې د بسيج پر ځواکونو چې د د فارس د نورآباد، ممسني په ولايت کې ځای‌پرځای وو، ډزې کړې.

د تسنیم په وینا په دغه برید کې ۳تنه نور ټپیان شوي هم دي، چې د ټولو ټپیانو حالت د ډاډ وړ او تر کنټرول لاندې دی.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ