خامنه اي: د «امریکا متکبر ځواک» ورځ تر بلې کمزوری کیږي

لخوا Aamaj News

د ایران مذهبي مشر آیت‌الله سیدعلي خامنه‌اي ویلي، نړۍ د بدلون په درشل کې ده او زیاته کړی، د «امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو مغرور ځواک» کمزوری شوی او نور به کمزوری شي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د مذهبي رهبر پوری اړوند په «ایکس» پاڼه کښې چې د هغه څرګندونې پکښې خپریږی، راغلي دي: «د نړۍ د بدلون اصلي کرښې د نړۍ د استکباري قدرتونو د کمزوري کولو په شمول څو مسائل دي.»

خامنه اي د ایران ولس ته په خطاب کې ټینګار کړی دی: «د ملي یووالي له منځه وړل او د ملي امنیت کمزوري کول د دوی (امریکا) دوه اساسي او جدي اهداف دي؛ خو موږ هم له دښمن سره په مقابله کې ډېر جدي یو او په دې باور یو چې د ایران دښمنان د ملت او چارواکو د هوښیارۍ او بیدارۍ په حالت کې هیڅ غلط کار نه شي کولی.»

هغه په ​​سوريه کې د امريکا ماتې او له افغانستان څخه د دغه هېواد «ذلت آميز تېښته» د امريکا د واک د زوال دوه څرګندې بېلګې وبللې او زياته کړی: «نور متکبران هم له ورته کړنلارې سره مخ شوي دي.»

د هغه په ​​وينا، «د امريکا پلانونه يوازې په ايران پورې نه دي او نن سبا امريکا په سيمه کې د عراق، سوريې، لبنان، يمن، افغانستان او حتی د فارس د خليج د هېوادونو لپاره پلانونه لري، چې د دغه هيواد پخواني او دوديز ملګري هم دي.»

له دې سره سره چې امریکا د ایران د دریو مهمو بنسټونو په ګډون پر ۲۵کسانو د نویو بندیزونو د لګولو اعلان کړی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ