د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د مهسا امیني د مړینې د کلیزې په مناسبت یې د ایران پر ۲۵ وګړو او چارواکو او د دغه هېواد د حکومت په ملاتړ د تسنیم، فارس او یوې انټرنیټي څېړنیزې کمپنۍ په ګډون پر درېیو رسنیو بندیزونه لګولي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کار یې له بریتانیا، کاناډا، استرالیا او نورو شریکانو سره په همغږۍ ترسره کړی.
د یادولو وړ ده چې دا د ایران د حکومت لخوا د مظاهرو د ځپلو په غبرګون کې د امریکا د بندیزونو ۱۳م پړاو دی.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي ده: «امریکا هم پر هغو ۱۳ ایراني چارواکو او نورو کسانو د ویزې بندیز لګولی چې د سولهییزو مظاهرهچیانو په نیولو یا وژلو او یا د بیان د ازادۍ او غونډې ته د هغوی د حقونو په مخنیوي کې لاس درلودل.»
۲۲کلنه مهسا امیني د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۶ مه د ایران د ارشاد پولیسو له خوا تر نیول کیدو وروسته په توقیف کې مړه شوه. هغه د ایران په اسلامي جمهوریت کې د حجاب د اجباري مقرراتو د سرغړونې په تور نیول شوی وه.
تېر کال په تهران کې د هغه تر مړینې وروسته په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه پیل شول.
خو د مهسا امیني د مړینې د کلیزې په مناسبت د «ایران د بشري حقونو سازمان» په یو راپور کې ويلي چې په دغو مظاهرو کې د ۶۸ ماشومانو او ۴۹ ښځو په ګډون ۵۵۱ کسان وژل شوي دي.