د ایران په شیراز ښار کې د برید عامل د محکمې په غونډه کې: زه په افغانستان کې روزل شوی وم

لخوا Aamaj News

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په شیراز کې د شاه‌چراغ پر زیارت د برید عامل د محکمې په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې یې پوځي زده‌کړې کړی ده.

تسنیم خبري آژانس چې د ایران سپاه‌پاسداران پوری تړاو لري، د دغه برید د عامل په حواله لیکلي دي: «زه د داعش ډلې له‌خوا د مجازي نړۍ له لارې استخدام شوی وم، ترکيې او پاکستان ته له سفر وروسته افغانستان ولاړم او هلته مې نظامي زده‌کړې وکړی.»

په راپور کې د هغه له قوله ویل شوي: «زه د شاه‌چراغ زیارت ته څیرمه نږدې یوه میاشت اوسېدم او د داعش له مشر سره له اړیکو، د وسلو له سپارلو او د داعش له مشر سره د بیعت تر کولو وروسته مې ترهګریز برید ترسره کړ.»

تر دې وړاندې تسنیم د دغه برید عامل د تاجکستان تبعه رحمت‌الله نوروزوف په نوم یاد کړی و، چې شاوخوا درې میاشتې په افغانستان کې روزل شوی و.

ایراني رسنیو ویلي وو، چې تېره میاشت په شیراز کې د شاه‌چراغ پر زیارت برید کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه اووه نور ټپیان شوي دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Free Live Webcams with Girls September 21, 2023 - 12:01 am

Dieses Buch kann einen gro?en Unterschied darin machen, wie wir miteinander, mit uns selbst und mit den gro?en Freuden der Welt umgehen

ځواب

یو نظر پریږدئ