د ایران د بهرنیو چارو وزیر: طالبانو ته د افغانستان سفارت سپارل، د ټول ګډونه حکومت پر جوړښت پورې تړاو لري

لخوا Aamaj News

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان د ایران او ګاونډیانو په ملي ننداره کې ویلي؛ چې ایران له افغانستان سره د ګاونډیتوب په سیاست کې له ستونزو سره مخ دی او د پولو د امنیت موضوع د ایران لپاره خورا مهمه موضوع ده، چې څو ورځې وړاندې له طالب چارواکو سره هم په دې اړه ټینګار شوی.

په هغه اعلامیه کې چې د ایران بهرنیو چارو وزارت په سایټ کې خپره شوې، د یاد هېواد بهرنیو چارو وزیر څخه په نقل قول سره راغلي: “د افغانستان خواته مو په ښکاره ډول اعلان کړی چې د ټول‌ ګډونه حکومت جوړول موږ ته خورا ډېر ارزښت لري او د یاد حکومت له جوړېدو وروسته به د اقغانستان نوي دولت په پېژندلو او سفارت سپارلو په اړه به اقدام وکړو.”

له دې وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تهران ته سفر وکړ او یاده لیدنه کې یې د تهران په منځګړیتوب د مقاومت ملي جبهې د رهبرۍ غړو سره هم لیدلي و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ