د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د چهار شنبې ورځ وروسته لرغرمې “د جدی ۲۹ ” د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په روسیه کې خبرې اترې وکړې.
د ایران ولسمشر په سیمه او نړۍ کې د روسیې او ایران له اغیز سره وویل: “له روسیې سره د اړیکو په پراخېدو کې هېڅ بندیز نه لرو او د تهران_ مسکو راهبردی اړیکو له اړخه اړیکي ښې دي او لا به ارتقا هم وکړي.”
رییسي څرګنده کړې؛ چې د ایران او روسیې دوه اړخیزو اړیکو پراختیا به د دواړو هېوادونو ځلېدو او په سیمه او نړۍ کې د امنیت ډېرښت لامل شي.
د ایران ولسمشر په یاده لیدنه کې ویلي؛ چې د افغانستان د ثبات یوازینۍ لاره د ټولو قومونو په ګډون د ټول شموله حکومت جوړول دي.
نوموړي خپل روسیي سیال ته په خطاب کې وویل: “موږ له څلوېښت کالونو راپدېخوا ستاسې په څېر د امریکا په وړاندې ولاړ یو.”
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Read More here on that Topic: aamajnews24.com/ps/iran-19/ […]