وحیدي: طالبانو خپل یو شمېر ټيټې کچې مسؤولین له دندې ګوښه کړي، چې د ایران په وړانډې یې خبرې کړې وې

لخوا Aamaj News

د ایران کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، چې طالبانو خپل یوشمېر (نامسؤول) او د ټيټې کچې چارواکي له دندې ګوښه کړي، چې د ایران په وړاندې یې خبرې کړې وې.

احمد وحیدي نن (چهارشنبه) د خبریالانو منځ کې د افغانستان او ایران د پولې وضعیت په اړه ویلي: «اوس د افغانستان او ایران په پوله کې وضعیت آرام دی او تردودونه د ترسره کېدو په حال کې دي.»

د ایران بهرنیو چارو وزیر د طالبانو یو شمېر چارواکو ګوښه کېدو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې دوی د ایران اسلامي جمهوریت په اړه «بې‌ځایه او غیر منطقي» څرګندونې کړې دي.

وحیدي وویل؛ چې اوس د ایران اسلامي جمهوریت له طالبانو سره د تعامل په حال کې دی او که کومه خبره وي، باید د خبرو اترو له لارې حل او فصل شي.

د ایران کورنیو چارو وزیر وویل، چې طالبانو د نیمروز پوله‌ییزه سیمه کې «تېروتنه» او ډزې وکړې او د نښتې په نښلېدو سره دواړو لورو مړي ورکړل.نوموړي له طالبانو غوښتي، چې «پام وکړي او خپل پوله ساتي توجیه کړي تر څو ورته پېښې بیا پېښې نه شي.»

د ایران د کورنیو چارو وزیر څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو «ناصر بدری» واحد قومندان عبدالحمید خراساني د طالبانو او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ په نیمروز کې د نښتې له پېښېدو وروسته، څو ځلې ایران وګواښلو.عبدالحمید خراساني د یوې ویډيو په خپرولو سره، چې وروسته یې حذف کړه، خبرداری ورکړی، چې که طالب مشران اجازه ورکړي ژر به تهران فتح کړي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي؛ چې ایرانیان مفسد خلک او ایران د بې‌دینانو او مفسدینو هېواد دی.

دا ټول په داسې حال کې دي، چې د روانې اونۍ شنبه ورځ، د ایران او طالبانو پوله ساتو د نیمروز پوله کې سره ونښته وکړه.

طالبانو او ایران خبر ورکړ، چې هر یو په دې نښته کې یو وژل شوی درلودل.د دې ټولو سربېره، خپارې شوې ویډيوګانې ښايي، چې له هرات ښار څخه د طالبانو د ټانګونو یو کاروان د پوله‌ییزو سیمو په لور حرکت کې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ