د طالبانو او تهران ترمنځ شخړه؛ ایران کې افغان کډوال اندېښمن دي

لخوا Aamaj News

د ایراني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ له نښتې وروسته، په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي، چې دا موضوع نه باید د دوی پر ژوند اغېز وکړي، ځکه دوی له طالباني فکر سره هېڅ اړیکه نه لري.

دا کډوال له آماج سره په خبرو کې وايي، چې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته هغه موضوع ده، چې باید د دواړو لورو ترمنځ حل شي او نه باید هغه کډوال چې یاد اقتصادي ستونزو او یا هم د طالبانو له وېرې ایران ته راغلي، دې شخړه کې ښکېل شي.

په مشهد کې د افغانستان کډوال جاوید (مستعار نوم) د آماج خبریال ته ویلي، چې نوموړی د طالبانو بدوي او افراطي فکر څخه دومره کرکه لري، چې ښایي د ایران اسلامي جمهوریت یې هم ونلري.

جاوید زیاته کړې: «موږ د ایران له ملت څخه د میلیونونه افغان کډوالو د منلو لپاره منندوی یو او نه باید د دې بدوي او ناپوهې ډلې کړنې، موږ ته د ایرن لیدلوري کې د بدلون لامل شي.»

په زاهدان کې د افغانستان کډوال شبیر (مستعار نوم) هم د طالبانو او تهران ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا څخه اندېښمن دی او وایي، چې هره ورځ په دې اړه فکر کړې، چې دا شخړه له ایران څخه د نوموړي د ویستلو لامل نه شي.

شبیر د آماج خبریال ته ویلي: «زه یو پوځي یم، چې د طالبانو ناپوه واکمنۍ له امله مې ایران ته پناه راوړې ده، اوس وېرېږم، چې دا وضعیت مې افغانستان ته د ستنولو لامل نه شي او په پای کې د طالبانو په لاس ووژل شم.»

شبیر زیاتوي، چې د افغانستان کډوال له طالبانو سره هېڅ اړیکه او نږدېوالی نه لري او طالبانو ته د بېګانه او اجیرې ډلې فکر کړي. نوموړی زیاتوي، چې د ایران اسلامي جمهوریت کولی شي، هغه کسان له ایران څخه وباسي، چې طالباني فکر لري؛ خو نه باید د اړیکې ترینګلتیا پر ټولو کډوالو اغېز ولري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې دې وروستیو کې د «هلمند اوبو» پر سر تاوتریخوالی او پوله‌ییزې نښتې د طالبانو او تهران ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي.

په تازه پېښو کې، شنبه ورځ نیمروز ته نږدې د دواړو لورو ترمنځ نښته د دې لامل شوه، چې یو ایراني پوله ساتی او یو طالب جنګیالی ووژل شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ