د ایران د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې ویلي؛ چې د افغانستان باغیرته خلکو مجاهدت وښودله، چې بهرنی ځواک نه شي کولی افغانستان اشغال کړي او پر دوی حکومت وکړي. همداشان نوموړي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت له جوړښت ملاتړ کړی.