د ایران اسلامي جمهوریت ورځپاڼه د دې هېواد دولت ته: له تهران څخه د طالبانو ډیپلوماټان اخراج کړئ؛ سبا به ناوخته شي

لخوا Aamaj News

د ایران او افغانستان پوله کې د طالب جنګیالیو او ایراني پوله ساتو ترمنځ له نښتې یوه ورځ وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت ورځپاڼې نن (یک‌شنبه د غبرګولي ۷مه) د ایران دولت توه وړاندیز کړی، چې تهران کې د افغانستان له سفارت څخه د طالب ډيپلوماټانو ویستلو او د سوداګریزو فشارونو په کارولو سره، دا ډله تنبیه کړي.

د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې زیاته شوې ده، چې ایران له هغه کم شمېر هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره اړیکه لري، او د دې اړیکې پرېکول، اقتصادي او سیاسي چلندونه کولی شي، طالبان د سیستان خلکو اوبو حق ورکولو ته اړ کړي.

د ایران اسلامي جمهوریت ورځپاڼې څرګنده کړې ده، چې طالبان ایران ته د اوبو حق ورکولو هوډ نه لري؛ خو ایران نورې تګ‌لارې په واک کې لري.

د دې ورځپاڼې د لیکنې پر بنسټ، افغانستان په وچه یو را ګیر هېواد دی او د خپلو بنسټیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو لپاره، له دې ډأې د سوند توکو لپاره ایران پورې تړلی دی.

تهران کې د افغانستان له سفارت څخه د طالبانو استازو وېستل، د پخوانیو کارکوونکو ستنول، کابل کې د ایران سفارت کچې ښکته کول، د سوند ورځنیو صادراتو درول، له چابهار بندر څخه د افغان سوداګرو وېستل، ایران ته د افغانستان د توکو صادرات منع کول او پر افغان کډوالو د لا دېرو بندیزونو وضع کول هغه تګ‌لارې دي، چې د ایران اسلامي جمهوریت ورځپاڼې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د ایران حکومت ته وړاندیز کړې دي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي: «هغه غلطه ارزونه چې یو شمېر په ایران کې له طالبانو درلوده او دوی یې د پاکۍ مستحق ګڼل، اوس په هېڅ وجه د دفاع وړ نه ده. نو پر دې ډله د سیاسي او اقتصادي فشارونو له راوړلو پرته هېڅ لاره پاتې نه ده، او باید شک ونکړو چې د دې کړنې لپاره سبا ورځ ناوخته ده.»

تېره ورځ د طالب جنګیالیو او ایران پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د سختې نښتې په پایله کې، څه کم دوه ایراني پوله ساتي ځواکونه او یو طالب جنګیالی وژل شوي دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

scholding September 19, 2023 - 8:30 pm

Быстромонтируемые здания – это современные здания, которые различаются высокой скоростью возведения и гибкостью. Они представляют собой здания, образующиеся из заранее сделанных элементов или же модулей, которые способны быть быстро смонтированы в месте развития.
Строительство зданий из сэндвич панелей располагают гибкостью также адаптируемостью, что дозволяет легко менять и модифицировать их в соответствии с интересами клиента. Это экономически лучшее и экологически устойчивое решение, которое в последние лета получило маштабное распространение.

ځواب

یو نظر پریږدئ