رسول موسوي: هوښیار ووسو، هغه څه چې نن په پوله کې تېرېږي، د اشغالګرو د توطئې دوام دی

لخوا Aamaj News

د ایران بهرنیو چارو وزیر سکرتر له طالبانو سره پوله‌ییزې نښتې په غبرګون کې وایي؛ هوښیار ووسو، هغه څه چې نن په پوله کې تېرېږي، د اشغالګرو د توطئې دوام دی.

سید رسول موسوي په یو ټوېټ کې لیکلي، چې د دواړو هېوادنو خلک او شخصیتونه دې هوښیار اوسي، هر ډول نښته د دواړو لورو په زیان ده.

سید رسول موسوي زیاته کړې ده: «که په ۱۸۷۲ کې ګلډسمېټ له خپلې توطئې سره آباد سیستان اوسني وضعیت ته راوستلو، نن د نوموړي وارثین غواړي افغانستان او ایران نابود کړي.‏

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تېره ورځ په نیمروز کې د سختې نښتې په پایله کې، دوه ایراني پوله ساتي او یو طالب جنګیالی وژل شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ