د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند یوه خبري ناسته کې ویلي؛ چې د افغانستان په وړاندې د ایران سیاست دوهګونی او تناقض لرونکی نه دی، بلکې کاملاً روښانه دی.
ناصر کنعاني د طالبانو لخوا د ښځو پر ګار او زدهکړو د بندیز لرې کولو باندې ټینګار کړی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناثر کنعاني (دوشنبه د وري ۲۹مه) خبري ناسته کې ویلي؛ له طالبانو سره تعامل او مرسته د شته وضعیت پېژندلو په معنا نه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د خپل هېواد اوږدې ګډې پولې له امله؛ نه شي کولی د افغانستان مسایلو په اړه بې تفاوته پاتې شي.
نوموړي همداشان ټینګار کړی دی، چې ایران په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت ملاتړی او دې هېواد کې د بهرنیو لوبغاړو بیا شتون سره مخالف دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د سمرقند ناستې ته اشارې سره وویل؛ چې د دې ناستې په بیانیه کې هغه موضوعات راغلي، چې افغانستان کې د وضعیت ښه کېدو او دې هېواد کې د امنیتي شرایو د تثبیت سره د مرستې لپاره د ایران هڅې ښایي.
دې ایراني چارواکي ټینګار کړی، چې د ایران ډیپلوماټیکه کړنلاره «آګاهانه، محاسبه شوې او ځیرکمنتیا» سره ده، چې هم د افغانستان دننه د سولې او امنیت د ټینګښت سره مرسته او د دې هېواد د خلکو ګټو د تامین دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د سیمې هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د سمرقند ناسته کې ګډون کړی وو او افغانستان کې یې د ټولګډونه نظام جوړېدو باندې ټینګار وکړ. خو طالبانو په وار وار ویلي، چې د دې ډلې نظام ټولګډونه دی