د ایران او سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیرانو په چین کې سره ولیدل

لخوا Aamaj News

ایراني رسنیو راپور ورکړی دی، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او عربستاني سیال یې فیصل بن فرحان چین کې سره لیدلي. دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سفارت‌خونو بیا پرانیستلو باندې خبرې‌اترې شوې دي.

د ایران ایرنا خبري آژانس څخه په نقل قول سره، دا لیدنه نن (پنجذشنبه د اپریل ۶مه) د چین پلازمینه بیجنګ کې ترسره شوې ده.

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې تېر کال د ایران او سعودي عربستان رسنیو د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو بیا پیلولو له هوکړې خبر وکړی او ویلي یې وو، چې دا هوکړه بیجنګ ته د ایران د ملي امنیت شورا د سرمنشي علی شمخاني د سفر په لړ کې ترسره شوې ده.

بیجنګ کې د دې خبرواترو په پای کې د ایران ملي امنیت شورا سرمنشي شمخاني، د سعودي عربستان د ملي امنیت سلاکار او د وزیرانو شورا غړي او سلاکار وزیر مساعد بن محمد العیبان او د چین کمونیست ګوند د مرکزي کمیټي د سیاسي دفتر غړي وانګ یي لخوا درې اړخیزه بیانیه صادره شوه.

د هغه متن پر بنسټ چې د ایران او سعودي عربستان رسنیو له دې بیانیې څخه خپور کړی وو؛ تهران او ریاض هوکړه کړې وه، چې «په دوه اونیو کې خپلې ډيپلماټيکې اړیکې بیا پیل او خپلې سفارت‌خونې او استازولۍ بیا پرانیزي.»

د یادونې ده چې د سیمې دوه سیالو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا لیدنه له اوه کالونو وروسته د چین په منځګړیتوب ترسره کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ