د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ښایي د ایران اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان راتلونکې اونۍ مسکو ته سفر او له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وویني.
د روسیې بهرینو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا نن (پنجشنبه د مارچ ۲۳مه) یوه خبري ناسته کې زیاته کړې، چې دا لیدنه راتلونکې اونۍ ترسره کېږي.
آغلې زاخارووا څرګنده کړې، چې دواړه لوري به د برجام، سیمه او افغانستان وضعیت په اړه خبرېاترې وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې همداشان څرګنده کړې، چې راتلونکو خبرو اترو کې به د منځني ختیځ او سیمه وضعیت د عربستان او ایران وروستۍ هوکړې ته پام سره په پام کې ونیول شي.
روسیه او ایران د نورو هېوادنو په توګه طالبان په رسمیت نه پېژني او تل یې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی؛ خو په تهران او مسکو کې یې د دې ډلې ډيپلوماټان منلي دي.