کابل کې د ایران سفیر: طالبانو ته په ایران کې د افغانستان سفارت سپارل یوه اړتیا وه

لخوا Aamaj News

افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د طالبانو امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي سره په لیدنه کې ويلي، چې سلګونه زره افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي او تهران کې طالبانو ته د دې هېواد سفارت سپارل یوه «اړتیا» وه.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت نن (شنبه د کب ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو لورو د بشر حقونو، ښځو حقونو او افغانستان کې د ښځو زده‌کړو مخنیوي په ګډون یو شمېر مسایلو بانډې خبرې کړې دي.

د دې اعلامیې پر بنسټ، قمي افغانستان کې بشر حقونو او ښځو حقونو؛ له دې ډلې د ښځو د زده‌کړو مخنیوي یوه «کورنۍ مساله» بللې او ویلي یې دي، چې ایران نه چاته په خپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکوي او نه د کوم هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړي.

نوموړي له طالبانو د ښځو د زده‌کړو مخنیوي ستونزې د حل غوښتنه وکړه او ویې ویل: «داسې ډلې د ښځو حقونو په اړه خبرې کړي، چې اصل کې د ښځو حقونو دوی ته هېڅ ارزښت نه لري. د ښځو او نجونو زده‌کړې د افغانستان کورنۍ مساله ده، چې په ښه بڼه یې باید حل شي.»

په ورته وخت د طالبانو امر بالمعروف وزیر هم ادعا کړي ده، چې دا ډله د «اسلامي احکامو» پام کې نیولو سره د ښځو حقونو پلې کولو ته ژمنه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو سره، دې ډلې پر ښځو د زده‌کړو، لوړو زده‌‌کړو او کار څخه د مخنیوي په ګډون سخت بندیزونه لګولي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ