۱۲۵ ایراني وګړو د نوي کال سفرونو کې ژوند له لاسه ورکړی

لخوا Aamaj News

ایراني رسنیو د ترافیک کنټرول او د اطلاعاتو مرکز رییس سرهنګ احمد شیراني څخه په نقل؛ د نوي کال سفرونو کې له ۱۱۱ پېښوخبر ورکړی او ویلي یې دي، چې تر اوسه د دې هېواد ۱۲۵ وګړو ترافیکي پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

له دې رسنیو په نقل قول ایراني کې د نوي کال سفرونه د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه ډېر شوي. ویل کېږي، چې درې لومړیو ورځو کې ۱۱۱ د ژوند له لاسه ورکولو پېښې ثبت شوې دي.

شیراني زیاته کړې؛ چې دې پېښو کې دوه زره او ۸۹۵ تنه ټپیان شوي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې دا شمېرې د «اندېښنې وړ» دي او دا باید نوروزي سفرونو کې د موټر چلوونکو لپاره د «خطر زنګ» ووسي.

د ترافیکو د کنټرول اواطلاعاتو رییس تېرو درې ورځو کې د دې پېښود پېښېدو لامل د موټر چلوونکو نه پاملرنه، ډېره چټکتیا او له دمې پرته په چلوو ټینګار بللی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ