د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ایران کې د ښځینه زدهکوونکو مسمومیت «اندیښنه پاروونکی» او «کرکه پاروونکی» بللی دی.
ند پرایس وویل؛ چې زدهکړې یو نړیوال حق دی او نجونې باید د نړۍ هر ګوټ کې ورته لاسرسی ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې ایراني رسنیو تېره ورځ (چهارشنبه د مارچ لومړۍ» راپور ورکړی، چې یوازې ایران کې د ۱۴ ښوونځیو نجونې مسمومې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ۱۰۰ ورځې وړاندې د ایران په قم کې د زدهکوونکو نجونو د مسمومیت ده اړه لوړی خبر خپور شو. د پارلمان استازو د مسموم شویو زدهکوونکو د شمېر په اړه بېلابېلې شمېرې ورکړي دي، چې له ۸۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ پورې رسېږي.