د ایران بهرنیو چارو وزیر: له زده‌کړو د نجونو بې‌برخې کول د اسلام خلاف دي

لخوا Aamaj News

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د قطر بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې ویلي، چې افغانستان کې له زده‌کړو څخه د نجونو او ښځو بې‌برخې کول «ناسمه کړنه» او د «اسلام دین له تګ‌لارو» سره په ټکر کې ده.

ایراني رسنیو راپور ورکړی دی، چې امیرعبداللهیان د قطر بهرنیو چارو وزیر سره تهران کې لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې زیاته کړې، د دې سربېره چې ایران د افغانستان موقت حکومت سره اړیکې ټینګې کړې دي؛ خو دې هېواد کې پراختیا، آرامښت او ثبات لپاره د ټول‌ګډونه حکومت جوړول یوه اړتیا ده.

طالبانو د ښځو او نجونو په وړاندې په نویو بندیزونو کې، خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي موسساتو کانکور آزموینه کې د نجونو نوم‌لیکنه منع اعلان کړه.

دې ډلې تر دې وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي او پوهنتونونو کې یې د ښځو او نجونو لوړې زده‌کړې ځنډولې وې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ