د ایران پخوانی مرستیال دفاع وزیر د «جاسوسۍ په تور» اعدام شو

لخوا Aamaj News

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران پخوانی مرستیال دفاع وزیر علی‌رضا اکبري د «بریتانیا» دولت ته د «جاسوسۍ په تور» اعدام شوی دی.

د ایران پخوانی مرستیال دفاع وزیر په ۲۰۱۹ کال د هېواد کورني او بهرني امنیت په وړاندې د بریتانیا دولت مالوماتي دستکاه ته د جاسوسۍ د پراخو کړنو له امله په اعدام محکوم شوی وو.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې اکبري «په کورنیو او بهرنیو، سیمه‌ییزو، دفاعي، موشکي، هستوي خبرو اترو او د بندیزونو اړوند د اقتصادي بحثونو ټول اړین مالومات ټول کړي او په پوره ښکاره او موخه شوي ډول یې د انګلیس مالوماتي افسرانو ته ورکړي دي.»

اکبري د بریتانیا تابعیت هم درلود.

د ایران پخواني مرستیال دفاع وزیر اعدام په داسې حال کې دی، چې تېره یوه اونۍ کې د ایران اسلامي جمهوری دولت پینځه تنه لاریونوال په بېلابېلو جرمونو اعدام کړي دي، چې د نړۍ سخت غبرګونونه یې له ځان سره درلودل.

د ایران دولت د دې هېواد د وګړو په اعدام کې تل د بشري حقونو د نیوکې لاندې دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ