‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په رسمیت پېژندلو په ځای کې نه یو

لخوا Aamaj News

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا هېواد د طالبانو په رسمیت پېژندلو په ټکي کې نه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سعید خطیب زاده نن په تهران کې یوې خبرې ناستې ته ویلي؛ چې د افغانستان راتلونکې لاره باید د خلکو د ارادو د تحقق لار ووسي. 

نوموړي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آیا د ایران حکومت ټولشموله دی داسې وویل: ” چې دیني ولسواکي د افغانستان حاکم سرپرست هیئت لپاره غوره بېلګه ده، تر څو ترې ګټه واخلي.”

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ