۲۱ نړیوال بنسټونه او سازمانونه د لاریونوالو ښځو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتونکي شو

لخوا Aamaj News

د بشر حقونو او ښځو حقونو په برخه کې څه باندې شل نړیوالو سازمانونو او بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځينه فعالانو په وړاندې “ناوړه چلند، ځورول او د بشري حقونو نقض” په شدت سره محکوم کړي.

دغه سازمانونو په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي؛ چې طالبان باید ښځينه لاریونوالې آزادې کړي او د ښځو حقونو فعالانو او مدني ټولنې ځورولو ته دې د پای ټکی کېږدي.

د عفوې نړیوال سازمان، د افغانستان حقوقي پیاوړتیا پورتال، د آزادۍ خیریه موسسه، په افغانستان کې د ښځو لپاره کاناډایی ښځې، د نوبل ښځو ابتکار، د ګایا نوسانتارا بنسټ، د امید پروژه اي ښځې او څو نورو سازمانونو او بنسټونو دا اعلامیه لاسلیک کړې.

له اعلامیې څخه په نقل، طالبانو درې ورځې ورسته له هغې چې د ښځو سوله‌ییز لاریون د متفرق کولو لپاره یې د مرچ له اسپرې ګټه واخیسته، له دې ډلې درې نجونې د تمنا زریاب بریاني، زرمینه زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خیل په نومونو له خپلو کورونو نیولې دي.

د یادې اعلاميې پر بنسټ، د جنوري له ۲۱ نېټې څخه د دغه ښځو د ساتنې ځای نه دی مالوم او طالب چارواکو د دوی نیول نه مني.

له دې سره، په دې اعلامیه کې راغلي چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د وضعیت د ښځینه فعالانو لپاره ډېر خراب شوی.

په دې اعلامیه کې، د تېر میلادي کال په نوامبر میاشت کې د ښځو حقونو فعالې فروزان صافي (غمجن) قتل ته هم اشاره شوې او له هغې څخه مدني ټولنې د غړو په وړاندې د خطرناکه شرایطو د یوې بېلګې په توګه یادونه شوې.

په ورته وخت کې، د بشر حقونو او ښځو حقونو سازمانونو په دې اعلامیه کې ویلي؛ چې طالبانو په دوه نورو بېلو کړنو کې تېره اونۍ مرسل عیار او زهرا محمدي هم بندي کړي دي او د دوی له برخلیک هم مالومات په لاس کې نشته.

دغه سازمانونو ټینګار کړی، چې دا کړنې نه یوازې د اندېښنې لامل دي، بلکې د افغانستان نړیوالو بشري حقونو له ژمنو سره هم په ټکر دي.

د ښځو حقونو او بشر حقونو په برخه کې د فعالو سازمانونو په بند کې د لاریونوالو ښځو له وضعیت څخه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره؛ له نړیوالې ټولنې، دولتونو او ملګرو ملتونو سازمان غوښتې تر څو له طالبانو وغواړي چې دا ښځې ژر تر ژره بې له کوم قید او شرط څخه آزادې کړي او د مدني ټولنې ځپلو ته د پای ټکی کېږدي.

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي، چې په وروستیو اونیو کې څه کم څلور لاریونوالې ښڅې او د یادو ښځو له ډلې د یوې ښځې درې خویندې ورکې شوې دي تر اوسه یې له برخلیک هېڅ مالومات په لاس کې نشته.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

WIQO Radio - WIQO-FM November 5, 2023 - 9:25 am

Very well presented. Every quote was awesome and thanks for sharing the content. Keep sharing and keep motivating others.

ځواب
Get the facts November 30, 2023 - 8:41 am

… [Trackback]

[…] Find More Information here to that Topic: aamajnews24.com/ps/international-orgnizations/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ