د هندي پوځ افسر: تجربه لرونکي افغان ترهګر له امریکایي وسلو سره پر هند د نفوذ لپاره د پولې نږدې سیمو ته رسېدلي

لخوا Aamaj News

هندي رسنیو راپور ورکړی؛ چې طالبانو او حقاني شبکې د کابل له سقوط وروسته یو شمېر ترهګر چې د افغانستان بندخونو کې و، خوشي کړي او دوی پاکستان ته تللي.

د هندي پوځ یو قومندان اجي چندپوریا ويلي چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو څخه پاتې پرمختللې وسلې اوس د پاکستان له لارې د کشمير او جامو سیمو ته دننه کېږي.

د هند دغه پوځي چارواکي زیاته کړې؛ چې د افغانستان وضعیت د هند پر امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د کشمیر او جامو سیمو کې ژوره اغېزه لري. نوموړی زیاتوي؛ چې دا له هېچا پټه نه ده، هغه ترهګر چې د امریکا په وړاندې یې افغانستان کې مبارزه کړه، اوس افغانستان کې بې کاره شوي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې؛ حقاني شبکې د کابل له سقوط وروسته د “جیش محمد” او “لشکر الطیبه” یو شمېر تجربه لورنکي ترهګر د افغانستان له بندخونو خوشي کړي او پاکستان ته یې لېږلي، چې یو شمېر یې د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر سیمو ته رسېدلي.

د هندي پوڅ یاد چارواکي څرګنده کړې؛ چې د ژمي موسم او ډېرو واورو له امله اوس وخت کې د ترهګرو نفوذ امکان نه لري. خو نوموړي زیاته کړې؛ چې تېر کال کې د هند – پاکستان له اوربند وروسته، شپږ ځلې ترهګرو غوښتي چې د هند پولو کې نفوذ وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ