د هند د بهرنیو چارو وزیر، سوجي شنکر نن (شنبه،د کب۷ مه) په ټویټر کې لیکلي چې له اوکراین څخه د هندي ښاریانو د ویستلو بهیر پیل شوی.
هغه وویل، “موږ له اوکراین څخه د هنديانو د ویستلو په برخه کې پرمختګ په حال کې یو.”
شنکر زیاته کړې چې د هندي اتباعو د ویستلو لومړۍ الوتکه له رومانیا څخه ترسره شوې چې له ۲۰۰ څخه ډیر هندي ښاریان یې ممبۍ ته لېږدولي.
پر اوکراین د روسی ځواکونو د برید په درېیمه ورځ په اوکراین کې د پوځي وضعیت د ډېر جدي ښودل شوی.
دا په داسې حال کې ده؛ چې تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اوکراین کې د افغانانو د شتون او د هغوی ژوند ته د ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې وه.