هند کابل کې خپل سفارت ته یو فني ټیم لېږلی

لخوا Aamaj News

هندي رسنیو راپور ورکړی چې یاد هېواد کابل کې خپل سفارت ته یو فني ټیم لېږلی.

د یو شمېر هندي رسنیو د راپور د راپور پر بنسټ، چې له کابل څخه د یاد هېواد د هیئت له لیدنې او طالب چارواکو سره له خبرو وروسته؛ اوس کابل کې د هند سفارت کې یو فني ټیم ځای پر ځای شوی تر څو افغانستان ته د بشري مرستو له لېږد څخه څارنه وکړي.

تایمزافانډیا، نن (جمعه د چنګاښ درېیمه) راپور ورکړی چې دا کړنه کابل کې د هند سفارت ته د هندي ډیپلوماټانو د ببا ګرځېدو نښه ده.

د دې ټولو سربېره؛ د هند حکومت هم په دې اړه یوه بیانیه کې ویلي: «هند د افغانستان له خلکو سره یو تاریخي او تمدني اړیکه لري. د بېلابېلو مرسته کوونکو د هڅو همغږي کولو، د بشري مرستو ګټور لېږد، کره څارنې او د افغانستان له خلکو سره د تعامل دوام لپاره نن یو هندي فني ټیم کابل ته رسېدلی او هلته زموږ په سفارت کې ځای پر ځای شوی.»

د یادونې وړ ده؛ چې له دې وړاندې یو هندي هیئت له طالب چارواکو سره د لیدنې په موخه کابل ته سفر کړی وو.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د افغانستان په سویل ختیځ کې د زلزله ځپونکو لپاره د هندوستان د مرستې یوه جوپه چې ۲۵ ټنه خوراکي توکي، کېږدۍ او درمل پکې شامل وو، تېره شپه کابل ته راورسېده.

د یادونې وړ ده؛ چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ