د هند له بهرنیو چارو وزارت څخه یو هیئت کابل ته سفر وکړ

لخوا Aamaj News

د هند بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت یو هیئت افغانستان ته د یاد هېواد د بشري مرستو د لېږد له بهیر څخه د څارنې لپاره کابل ته سفر کړی.

هندي رسنیو راپور ورکړی؛ چې د یاد هيئت مشري د افغانستان، پاکستان او ایران په چارو کې د هند بهرنیو چارو وزیر د سکرټر په غاړه ده.

د بهرنیو چترو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي؛ چې هندي هیئت به د خپل سفر په لړ کې د نورو نړیوالو سازمانو له استازو سره لیدنه وکړي، چې د بشري مرستو په وېش کې ګډ دي.

له بیانیې څخه په نقل قول سره؛ هندي هیئت به د طالبانو له لوړ پوړو غړو سره د افغانستان خلکو سره د هند د بشري مرستو په اړه خبرې اترې وکړي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا افغانستان ته د هندي هیئت لومړی سفر دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ