د هند او فرانسې مشرانو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

لخوا Aamaj News

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي فرانسې د یوه سفر په ترڅ کي له ولسمشر امانوئل مکرون سره کتلی او خبري کړي دي.

د هند او فرانسې مشرانو په افغانستان کې د بشري ناورین او له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو سره په دغه هېواد کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند لومړي وزیر او د فرانسې ولسمشر د یوه سوله ییز، خوندي او باثباته افغانستان څخه د خپلو هېوادونو پر پرېکنده ملاتړ ټینګار کړی دی.

دواړو لورو د اوکراین د جګړې په اړه د «دښمنیو د سمدستي پای» غوښتنه هم وکړه.

دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له اتو میاشتو مودې وروسته، هیڅ هیواد یې په رسمیت نه دی پیژندلی. د طالبانو د په رسمیت پيژندلو لپاره د نړۍ هیوادونو يو شرط د ټول شموله حکومت جوړول دي.

سره له دې چي طالبانو یو داسې حکومت جوړ کړی چې ټول غړي یې طالبان دي، خو تل یې ټینګار کړی چې حکومت یې ټول شموله دی.

له بلي خوا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکی یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ وروسته په افغانستان کې بشري وضعیت لا خراب شوی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ