په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د هېواد زدکړیالانو د هند تحصیلي ویزې نه دي ترلاسه کړې

لخوا Aamaj News

هندوستان هر کال په بېلابېلو برخو کې افغان زدکړیالانو ته زرګونه ویزې ځانګړې کوي، تر څو دا زدکړیالانو د لوړ زدکړو لپازه د یاد هېواد پوهنتونونو ته دننه شي. خو په نړۍ کې د کرونا وایروس له خپرېدو او افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته؛ افغان زدکړیالان له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان شوي.

په هند کې یو شمېر افغان زدکړیالان وایي؛ چې دوی د کرونا وایروس د خپرېدو له امله په برېښنایي “آنلاین” بڼه خپلو درسونو ته دوام ورکوي؛ خو یو شمېر نور په افغانستان کې وایي، چې د دوی يوهنتونونه برښنایي”آنلاین” درسونه نه لري او د تحصیلي برخې تخنیکي توب له امله یې فزیکي ګډون اړین دی.

له دې سره؛ هعه زدکړیالان چې افغانستان کې دي، د تحصیلي ویزو په ترلاسه کولو نه دي توانېدلي او په دې توګه یې په هندوستان کې د زدکړو د دوام فرصت له لاسه ورکړی.

د زدکړیالانو له دې ډلې یو کس، اونیب دادګر له آماج سره خبرو کې د تحصیلي ویزو د ورکولو لپاره د هندوستان حکومت څخه په مننې سره وایي؛ خوښ دی چې د تحصیلي بورسیو ترلاسه کوونکی دی؛ خو نوموړی په افغانستان کې دی او یو شمېر ملګرو او نورو زدکړیالانو د هند له پوهنتونونو داسې پیغامونه ترلاسه کړي، چې د فزیکي نه ګډون له امله یې د زدکړو د دوام فرصت له لاسه ورکړی.

نوموړی زیاتوي: “یو شمېر هغه زدکړیالان چې حتا د تحصیلي کچې په منځ کې و، د زدکړو د دوام فرصت له لاسه ورکوي. د طالبانو له واک ته رسېدو سره د تحصیلي ویزو د ورکړې لپاره د هند حکومت پالیسۍ بدلون کړی.”

دغه زدکړیالان د هند له حکومت او د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت غواړي چې د دوی ستونزو ته لاسرسی وکړي.

دوی د هند له حکومت هیله لري، چې د ایران، ترکيې او پاکستان په ډول پرېکړه وکړي او هند کې زدکړیالانو ته د تحصیل د دوام لپاره اجازه ورکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ