د هند هوایي ځواک دوه جګړه‌ییزې الوتکې وپرځېدې

لخوا Aamaj News

هندي رسنیو راپور ورکړی دی؛ چې د هند هوایي ځواک دوې جګړه‌ییزې الوتکې نن سهار د مادیا پرداش او راجستان ایالت کې پرځېدلې دي.

د یاد هېواد سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې دا جګړه‌ییزې (سوخو-۳۰ او میراژ -۲۰۰) الوتکې د تمرین لپاره په هوا شوې وې. تر اوسه د یو پیلوټ مړینه تایید شوې ده.

د راپورو پر بنسټ یوه الوتکه کې درې تنه سپاره وو، چې دوه تنه یې د ژغورنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي؛ خو د درېیم کس وضعیت مالوم نه دی.

د دویمې الوتکې له سپاروو کسانو څخه هم لا تر اوسه مالومات نشته.

لا تر اوسه څرګنده نه ده، چې څه څېز د دې الوتکو د پرځېدو لامل شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ