هند کې د یو پُل پرځېدل؛ د قربانیانو شمېر ۱۳۲ تنو ته ورسېد

لخوا Aamaj News

هند کې دولتي چارواکي وایي چې د دې هېواد ګجرات ایالت کې د یو پُل پر ځېدو قربانیانو شمېر ۱۳۲ تنو ته ورسېد.

د دولت یو لوړپوړي چارواکي رویترز ته وویل چې د ورک شویو د پلټنې او ژغورلو عملیات لا هم دوام لري.

دا پُل یک‌شنبه ورځ هغه مهال وپرځېد چې شااوخوا ۴۰۰ تنه ترې تېرېدل.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د پېښې قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو ده وینا؛ د دې پُل هغه برخه چۍ د ماچو سیند پر سر ده، د پرځېدو پر مهال شااوخوا ۴۰۰ تنه ورباندې ولاړ وو.

یاد تاریخي پُل ۲۳۰ متره اوږدوالی درلود او له بیارغونې څخه یوازې ۴ ورځې وروسته را وپرځېد.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ