هندي چارواکي: د پاکستان استخباراتو او طالبانو خپل منځي نښته کابل کې زموږ د ماموریت لپاره یو ګواښ دی

لخوا Aamaj News

هندي چارواکو له «ډې هندو» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، د دې سربېره چې طالب چارواکو په کابل کې د یاد هېواد د سفارت خونې د امنیت له ټينګښت څخه ډاډ ورکړی، خو دوی بیا هم اندېښمن دي.

ډې هندو ورځپاڼې په نوي ډهلي کې له چارواکو څخه په نقل قول لیکلي: «په داسې حال کې چې د طالبانو رژیم او له دې ډلې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني د سفارت د امنیت ډاډ ورکړی؛ خو د امنیت ټينګښت موضوع بیا هم یوه عمده اندېښنه ده».

یو هندي چارواکي ویلي «له داعش او القاعده څخه بېلتون، د طالبانو خپل منځي نښتې او د پاکستان آی اس آی شتون هم افغانستان کې د یاد هېواد د ماموریت لپاره ګواښونه شمېرل کېږي.»

یاد هندي چارواکي د کابل ډيپلوماټ مېشته سیمه کې د القاعدې رهبر ایمن الظواهري وژل کېدو باندې ټينګار سره څرګنده کړې: «د هند له ماموریت څخه په نه چندان لرې سیمه کې د ترورېستي ډلو یو له تر ټولو خطرناکه رهبرانو وژل کېدل، دوامداره او سخت امنیتي ګواښونه لا پیاوړي کوي.»

دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د هند اقتدار لرونکي سیاستوال د طالبانو تېرې دورې پر خلاف، چې د احمد شاه مسعود په رهبرۍ له مقاومت جبهې یې ملاتړ کړ؛ دا ځل یې له طالبانو سره نږدې اړیکې جوړې کړې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ