هند: بلوچ ترهګرو څه باندې یو ځل د افغانستان له خاورې پاکستان موخه ګرځولی

لخوا Aamaj News

د هند یوې امنیتي سرچینې د “هنډیا ټوډې” رسنۍ ته ویلي؛ د وزیرستان او بلوچستان ترهګرو پر کابل د طالبانو له واکمن کېدو وروسته څه باندې سو ځل د افغانستان له خاورې د پاکستان پوځ موخه ګرځولو لپاره ګټه اخیستې.

دغه سرچینې زیاته کړې؛ چې وروستیو کې د پاکستان څه باندې ۵۰ سرتېري او پوله ساتي د بلوچستان نوشکي او پنجیګور سیمه کې د بلوچ انقلابیانو لخوا وژل شوي.

له دې وړاندې، کله چې افغانستان کې د اشرف غني په رهبرۍ دولت په کار و، پاکستان په یاد هېواد کې د بېلابېلو ترهګریزو ډلو بریدونو مسوولین د هند او د غني د دولت آژانسونه ګڼل. په داسې حال کې چې اوس مهال هېڅ هندي چارواکی په افغانستان کې شتون نه لري، خو بیا هم د پاکستان پوځ په وړاندې هماغسې بریدونه کېږي چې ظاهرا د افغانستان له خاورې پکې ګټه اخیستل کېږي.

د هند دولت سرچینو ویلي: “پاکستان نه شي کولی نور هند په نړیواله ټولنه کې وځپي او باید خپلو کورنیو مسایلو ته لاسرسی وکړي؛ بلوچان د آزادۍ غوښتونکي دي.”

دغه سرچینې همداشان زیاته کړې؛ چې پاکستاني پوځ او چیني شرکتونه په بلوچستان کې له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې له امله هره ورځ د ښاریانو په وړاندې جنایتونه ترسره کوي او له یو بل سره مرسته کړي.

د سرچینې په وینا؛ وضعیت اوس داسې دی چې د پاکستان پوځ د نوې قربانۍ په لټه کې دی او ښایي چې د رهبرۍ کې د بدلون لامل شي، ځکه د صدراعظم عمران خان له دوی پوروړی دی.

سرچینو ټینګار کړی؛ چې د پاکستان پوځ هم د پاکستان طالبانو تحریک له لوري د امریکا څخه د پاتې شویو وسلو څخه په ګټې اخیستنې، زیان لیدلی. د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د طالبانو له لوري د دوی له آزادېدو وروسته، د پاکستان د طالبانو د تحریک پوري تړلي شبه پوځیان آزاد دي.

سرچینې وایي؛ چې ښایي دا ترهګر په راتلونکو وزځو کې د پاکستان د پوځیانو لپاره ډېر سرخوږی رامنځته کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ