په بهرنیو چارو کې د هند دولت وزیر ولامولي مورالیدهران وايي چې د افغانستان وضعیت ګاونډیو هېوادونو، هند او منځنۍ اسیا ته د اندېښنې وړ دی.
نوموړي ویلي؛ چې د افغانستان پر وضعیت د تېر ملادي کال جنوري میاشت کې د هند او منځنۍ اسیا په ناسته کې خبرې وشوې.
د نوموړي په وینا؛ د هند او منځنۍ اسیا ټول هېوادونه په ګډ ډول د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښمن دي.
نوموړي زیاته کړې؛ هند او د منځنۍ اسیا هېوادونه هوډ لري چې د افغانستان په اړه یوه ګډه کاري ډله جوړه کړي.
ولامولي زیاته کړې، د ډهلي هغه بیانیه چې له ناستې وروسته خپره شوه، په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو، له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې او د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو د خوندیتوب په ګډون د پراخې اجماع څرګندونه کوي.
د هغه په وينا، ټاکل شوې چې د هند او منځنۍ اسيا هېوادونو مشران په هرو دوو کالونو کې يو ځل یوه غونډه جوړه کړي او په پام کې ده چې راتلونکې سرمشريزه په ۲۰۲۴ کال کې جوړه شي.