پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې ګوښه کړل شوي لومړي وزیر، عمران خان اعلان خپل ژوند ته د ګواښونو د دوام خبر ورکړی.
ښاغلي خان د پنجاب په سیالکوټ کې خپلو پلویانو ته په وینا کې، پرته له دې چې د کومې ځانګړې ادارې نوم واخلي؛ خو ټینګار کړی چې د پاکستان ځواکمنې ادارې د فساد او بهرنیو لاسوهنو په وړاندې بې پروا دي.
نوموړی زياته کړې، چې له ځانه يې يوه ويډيو اخيستې او په يوه خوندي ځاى کې يې ځاى پر ځاى کړې ده، چې کله به يې ژوند ته ګواښ رامنځته کېږي او يا به وژل کېږي، خپره به شي.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر په وینا، د دې ویډیو له خپرېدو سره به د توطئه کوونکو او هغو کسانو نومونه په ډاګه شي چې د ده د حکومت په نسکورولو کې یې رول درلود.
د يادونې وړ ده، چې عمران خان د پاکستان په پارلمان کې د بې اعتمادۍ له رايې ورکولو وروسته له واکه لري شو او پر ځای يې شهباز شريف د پاکستان د لومړي وزير په توګه وټاکل شو.