عمران خان له طالبانو سره د اسلامي هېوادونو د فعال ګډون غښتونکی شو

لخوا Aamaj News

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته د درناوي او له افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښ د له منځه وړلو د اغېزمنې تګلارې د جوړولو لپاره باید له اوسنيو افغان واکمنانو (طالبانو) سره فعال ګډون وشي.

ښاغلي خان په یوه مقاله کې چې د عرب نیوز لخوا خپره شوې لیکلي؛ چې نن له څلویښتو کلونو وروسته په دې هیواد او سیمه کې د سولې او امنیت د تامین ریښتینی وخت راغلی.

خان زیاته کړې: «موږ باید په افغانستان کې د بشري ناورین او اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړو.»

ټاکل شوې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۸مه غونډه روانه اونۍ په پاکستان کې ترسره شي.

په دې غونډه کې به د اسلامی ډار په ګډون د اسلامي هېوادونو پر مسایلو خبرې وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي: «د اسلام وېرې پر ضد زموږ هڅې پایلې لري، ځکه چې ملګرو ملتونو د مارچ ۱۵مه د اسلام ډار ضد نړیواله ورځ اعلان کړه.»

دا په داسې حال کې ده؛ چې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څه موده وړاندې هم په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړه، په دې غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو له افغانستان سره د مالي مرستو ژمنه وکړه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ