عمران خان: که طالبان ضعیف شي نه توانېږي له نړیوالو ترهګرو سره مقابله وکړي

لخوا Aamaj News

د پاکستان صدراعظم عمران خان له یو چینی څېړنیز بنسټ سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو ټول ماموریت د یوې “ناسمې فرضیې” پر بنسټ ولاړ دی او له همدې امله به هېڅکله بریالي نه شي.

نوموړي په دې مرکه کې ویلي؛ چې امریکا پر افغانستان د برید وړاندې او د سپټمبر ۱۱مې د برید وروسته د افغانستان په اړه د مطالعې لپاره وخت نه دی لګولی.

عمران خان زیاته کړې: “که دوی د افغانستان په اړه مطالعه کړي وی، کړنې یې چې په څه ډول ترسره کړې دې، داسې یې نه ترسره کولې.”

د عمران خان په وینا؛ نوموړي له لومړۍ ورځې ویل چې امریکا د افغانستان ستونزې لپاره پوځي حل لاره نه شي موندلی، خو هېڅکله یې غوږ ونه نیولو او حتا د هغه څه په اړه چې غواړي افغانستان کې یې ترلاسه کړي، په دقیق ډول نه پوهېږي.

نوموړي پوښتلي چې “آیا دوی په افغانستان کې د ډموکراسۍ لپاره و یا د ملت جوړونې؟ یا یې غوښتل افغان ښځې آزادې کړي؟”

عمران خان ویلي؛ “کله چې اسامه بن لادن په ډزو سره ووژل شو، په افغانستان کې باید ماموریت پای ته رسېدلی وی.”

د پاکستان د صدراعظم په وینا، امریکا د افغانستان خلک نه شي درک کولی او که کوم خلک نه غواړي پر دوی حکومت وشي، هېڅوک نه توانېږي چې پرې حکومت وکړي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

jarisakti April 16, 2024 - 5:03 pm

… [Trackback]

[…] Find More on to that Topic: aamajnews24.com/ps/imran-khan-3/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ