د پاکستان پخواني لوړي وزیر عمران خان ویلي چې د شهباز شریف دولت نه شي کولی د یاد هېواد ماتېدونکی اقتصاد په سم ډول مدیریت کړي.
اسوشیټډپرس تېره ورځ (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۹مه) راپور ورکړی چې عمران خان دا څرګندونې اسلام آباد کې خپل اوسېدو ځای کې ساعت وروسته له هغې وکړې، چې د سیاسي بې ثباتۍ له امله د پاکستان د پیسو ارزښت د ډالر په وړاندې خپلې تر ټولو ښکتني حد ته ورسېد.
ویل کېږي د ډالر په وړاندې د پاکستاني پیسو ارزښت ۲۲۵ روپیو ته رسېدلی.
اسلام آباد ته د پیسو نړیوال صندوق ۱،۱۷ میلیارد ډالر پور ورکونه کې ځنډ هم شته اقتصادي کړکېچ زیات کړی.
یاد صندوق تېره اونۍ خبر ورکړ چې له پاکستان سره د شپږ میلیارد ډالرو مرستې لومړۍ هوکړې ته رسېدلي؛ خو یاد هوکړه لیک د پیسو نړیوال صندوق اجرایي هیئت په منلو پورې تړل شوی.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان خان د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې، هغه مهال د صدراعظمۍ څخه ګوښه کړل شو، کله چې ملاتړو یې او د تحریک انصاف ګوند ۲۵ غړو د نوموړي رهبرۍ ته د نه باور رایه ورکړه او د غونډې اکثریت یې له لاسه ورکړ.