عمران خان: په چین کې د مسلمانو اویغوریانو وضعیت هغه ډول نه دی لکه څنګه چې یې لوېديځې رسني خپروي

لخوا Aamaj News

د پاکستان صدراعظم عمران خان له “سي‌ان‌ان” سره په مرکه کې ویلي چې په چین کې د مسلمانو اویغوریانو وضعیت هغه ډول نه دی لکه څنګه چې یې لوېديځې رسني خپروي.

عمران خان زیاته کړې؛ هغه څه چې وایي په سینکیانګ کې تېرېږ په پرتله یې د کمشیر مسألې په اړه غبرګونونه هېڅ هم نه دي.

د پاکستان خان ټینګار کړي؛ هغه پاملرنه چې باید کشمیر ته شوې وی، نه ده شوې.

عمران خان څرګنده کړې؛ هغه څه چې کشمیر ته پېښېږي، جنایت دی.

کله چې له عمران خان وپوښتل شول، هغه څه چې په سینکیانګ کې تېرېږي تقبیح کوي یا نه؟ په ځواب کې یې وویل: “نه پوهېږم په جا باور وکړم، د سینکیانګ له مسألې څخه چین او امریکا دوه بېل روایتونه لري. زموږ د سفیر د خبرو پر بنسټ، د سینکیانګ په اړه د لویديځو رسنیو راپورونه سم نه دي.”

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ