د سرې میاشتې نړیوالې کمیټې په افغانستان کې د ناورین له زیاتېدو خبرداری ورکړ

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د سرې میاشتې (ICRC) کمیټې په دې هېواد کې د ناورین له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ چې دې هېواد کې اقتصادي ناورین لا ژورېږي.

دغه کمیټې په افغانستان کې د سرې میاشتې استازولی دفتر رییس ایلوا فیلون څخه په نقل قول ویلي؛ چې د دې وضعیت دوام په افغانستان کې میلیونونه کسان اغېزمن کړي.

په افغانستان کې د سرې میاشتې کمیټې زیاته کړې؛ چې د افغانستان ډېری وګړی د ځان او کورنۍ لپاره د خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره خپل شخصي توکي د کابل پر واټونو پلوري.

فیلون د دې وضعیت دوام اندېښنه پارونکی وویلی او څرګنده کړې یې ده؛ چې د افغانستان ډېری خلک د نړیوالې ټولنې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بل پلو د ملګرو ملتونو سازمان د راپورونو پر بنسټ؛ اوسمهال کې د افغانستان څه باندې نیم وګړي له سختې لوږې سره لاس او ګریوان دي.

دا په داسې حال کې ده؛ هېواد کې د طالبانو له واک ته رسېدو او پر افغانستان د بهرنیو مرستو له بندېدو سره، دا هېواد له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ شوی.

په ورته وخت کې؛ په کابل کې د ترکیې سفارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ د خوراکي او روغتیایي توکو په ګډون د ۹۹۴ ټنه بشري مرستو قطار تېره ورځ هرات ته رسېدلی او ښایي دا مرستې اړمنو ته ووېشل شي.

ویل کېږي چې دا د ترکیې هېواد د بشري مرستو درېیمه جوپه ده، چې وروستیو میاشتو کې افغانستان ته رسېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ