ملګري ملتونه: افغانستان کې ۱۹ میلیون تنه له لوږې سره مخ دي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو بشري مرستو مسوول، مارتین ګرفتس ویلي چې افغانستان کې ۱۹ میلیون تنه له لوږې سره مخ دي او له دې ډلې ۶،۶ میلیونه یې بېړنیو خوړو ته اړتیا لري.

ګرفتس له سي‌جي‌ټي‌ان ټلویزیون سره یوه مرکه کې ویلي، چې بشري مرستې په یوازې ډول نشي کولی د افغانستان کړکېچ حل کړي.

د نوموړي په باور، اړتیا ده چې په دې هېواد کې اقتصاد، بانکي سیسټم او لومړني خدمتونه تقویت شي.

نوموړي همداشان له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پر پرانیستلو او د افغانستان ښځو پر حقونو ټينګار کړی دی.

دا اندېښنې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره، سخت اقتصادي او بشري ناورین د هېوادوالو لمن نیولې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ