ملګري ملتونه: د افغانستان نیمايي وګړي له لوږې سره مخ دي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان نیمايي وګړي له لوږې سره مخ دي.

دغې ادارې د څېړنو په ترسره کولو  ویلي چې د افغانستان په شمال ختیځ کې زرګونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي.

دا څېړني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني سازمان د شریکانو، د خوړو نړیوال پروګرام او ډیری غیر دولتي سازمانونو لخوا ترسره شویدي.

سربیره پردې، د خوړو نړیوال پروګرام یادونه کوي چې په افغانستان کي د لوږي بې سارې کچه دوام لري؛ ځکه اوږده وچکالي او ژور اقتصادي بحران د افغانانو ژوند او معیشت همداراز ګواښي.

دغه سازمان یادونه کړې چي د ژمي په سختو میاشتو کې بشري مرستو د افغانستان خلک له یوه ستر بشري ناورین څخه ژغورلي او دا ډول مرستې لا هم د خلکو لپاره یوازینۍ حل لاره ده.

دا په داسي حال دی چي پر افغانستان د طالبانو د واک وروسته، د نړۍ هېوادونو او مرستندويه سازمانونو په وار وار په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اړوند لیکنې