د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو اتحاد: د طالبانو په راتګ سره د بشري حقونو وضعیت په پراخ ډول خراب شوی دی

لخوا Aamaj News

د بښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د دفاع په موخه د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د اتحاد د جوړولو اعلان وکړ.

دغه سازمان لیکلي: چې د دغه ټولنې تر چتر لاندې، د بشري حقونو سازمانونه په لومړۍ لیکه کې مدافعین، د ازادۍ کور، د بشري حقونو د څار سازمان، او یو شمیر نور سازمانونه شامل دي.

د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د حکومت له نسکوریدو او واک ته د طالبانو له راتګ راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په پراخ ډول خراب شوی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، “په دې هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې، خو له بشري حقونو جدي سرغړونې دوام لري. طالبانو په پراخه کچه د بشري حقونو سرغړونې کړې دي او دوام لري، چې په کې بې عدالتي اعدامونه، جبري ورکېدل، سزاګانې، خپل‌سري بندي کول، د ښځو او نجونو له حقونو پراخه محرومیت، سانسور او پر رسنیو بریدونه او د بشري حقونو د مدافعینو په وړاندې غچ اخیستل شامل دي.”

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: “د افغانستان ولس له یوه بې مخینې بشري ناورین سره هم مخ دی، چې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو د پرېکړو او دریځونو له امله رامنځته شوی، ځکه چې واشنګټن اقتصادي مرستو او نړیوال مالي سیستم ته د دې هېواد لاسرسی بند کړی دی.”

په خبرپاڼه کې د هغه راغلی نقل قول چې: “په داسې حال کې چې د نړۍ غور له یوه ناورین څخه بل ته په چټکۍ سره بدلون کړي، په افغانستان کې بشري ناورین دوام لري. د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې یو ځل بیا له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې شوې دي.”

په افغانستان کې د بشري حقونو د ساتنې د نړیوالو سازمانونو ټولنې دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ چې طالبان د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو په وړاندې د سرغړونو تورونو له ردکولو سره وایي؛ چې د هېواد د اتباعو ټول حقوق د اسلامي شریعت له مخې ورکول کېږي. خو دا ځواب نه ورکوي چې ایا د «طالبانو شریعت» له اسلامي لارښوونو سره سم دی او که نه؟

اړوند لیکنې

7 تبصرې

Perth Chinese Radio November 4, 2023 - 10:52 am

But wanna say that this really is quite helpful Thanks for taking your time to write this.

ځواب
newsmax livestream November 7, 2023 - 12:14 pm

Very well presented. Every quote was awesome and thanks for sharing the content. Keep sharing and keep motivating others.

ځواب
bbcpersian November 9, 2023 - 12:15 am

You re so awesome! I don t believe I have read a single thing like that before. Watch bbcpersian

ځواب
ELMAS TV November 10, 2023 - 7:07 pm

Great information shared.. really enjoyed reading this post thank you author for sharing this post .. appreciated

ځواب
racing tv stream November 14, 2023 - 11:13 pm

I am truly thankful to the owner of this web site who has shared this fantastic piece of writing at at this place.

ځواب
How to Listen to SiriusXM Radio Online November 26, 2023 - 12:43 pm

I am truly thankful to the owner of this web site who has shared this fantastic piece of writing at at this place.

ځواب
Newsmax TV Live November 26, 2023 - 1:07 pm

I truly appreciate your technique of writing a blog. I added it to my bookmark site list and will

ځواب

یو نظر پریږدئ