هېدر بار: په افغانستان کې د بشر حقونو وضعیت لاډېر خراب شوی

لخوا Aamaj News

د بشر حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مسوولې هېدر بار ویلي؛ چې افغانستان کې د بشر حقونو وضعیت لا ډېر خراب شوی.

هېدر بار نن (جمعه د غبرګولي ۲۷مه) د یو لړ ټويتونو په خپرولو سره د طالبانو لخوا پر ښځو د محدودیتونو او أه ځانګړي ډول د زده‌کړو مخنیوي او اجباري پوښښ ته په اشارې سره ویلي: «دا په نننۍ نړۍ کې د ښځو حقونو تر ټولو جدي ناورین او د ښځو حقونو جدي ناورین له هغه مهال څخه دی چې طاابان د وروستي ځل لپاره په ۱۹۹۶ کال کې افغانستان تر خپل کنټرول لاندې راوستلو.»

په ورته وخت کې د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمیسیون پخوانۍ رییسې شهرزاد اکبر د بشر حقونو شورا په ناسته کې چې په آنلاین بڼه جوړه شوې وه؛ له ملګرو ملتونو څخه په ناخوښۍ سره غوښتي چې ژر تر ژره د افغانستان په اړه یو بحث جوړ کړي او د یاد هېواد په اړه یو قوي پرېکړه لیک صادر کړي.

ښایي د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو شورا ناسته د راتلونکي میلادي میاشتې (جولای) تر اتمې نېټې دوام وکړي او افغانستان ته د یادې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي، یوولس ورځني سفر ته په کتو سره؛ تمه ده چې یاده شورا په افغانستان له بشر حقونو څخه د سرغړونې ښکاره اړخونو ته نظر وکړي.

د یادونې وړ ده؛ چې افغانستان کې د طالبانو حکومت رامنځته کېدو سره، د نړۍ هېوادونو او د بشر حقونو بنسټو تل په دې هېواد کې له بشر حقونو څخه له سرغړونو یادونه کړې؛ خو طالبان دا خبرې بې بنسټه بولي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ