د کابل ورځنی انځور؛ د نانواییو بهر لوږې ښځینه ډوډۍ ته په تمه

لخوا Aamaj News

د امریکا «ان‌پي‌ار» راډیو په یو راپور کې ویلي چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو را وروسته او له نانواییو بهر د لوږو ښځو په تمه کېدل؛ دا ښایي چې د دې هېواد اقتصاد څومره له منځه تللی.

یادې راډیو له یوې ښځې په نقل قول چې چوپتیا کې د خیریه کارکوونکو په تمه ده ویلي: «لوڼې مې له لوږې ژاړي.»

په یاد راپور کې د افغانستان خلکو سره د نړیوالو مرستو کمېدو او د امریکا متحده ایالاتو لخوا دې هېواد شتمنیو کنګل کېدو ته په اشارې راغلي؛ چې خوراکي مرستو ته د افغانستان خلکو اړتیا دوه برابره شوې، مانا دا چې د دې هېواد نیم وګړي دې مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

په ورته وخت افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان مرستیال هسیائو وي ولي ویلي حتی بشردوستانه کارکوونکو ته چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې د کړکېچ وړاندوینه کوله؛ د لوږې د چټکتیا ورته حیرانونکې ده.

لي همداشان زیاته کړې: «په ریښتیا هم د افغانستان خلک سخت ملاتړ ته اړتیا لري.»

بل پلو راپور کې راغلي پر اوکراین د روسیې یرغل سرچینې اړولې دي او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو لامل شوې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ